د عامل پلاوي تر مشرۍ لاندې غونډه

Mpoya
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۷/۲ - ۱۵:۴۷
د عامل پلاوي تر مشرۍ لاندې غونډه

کابل، د ۱۳۹۸ کال د تلې ۲ مه – د افغانستان بانک د عامل پلاوي په مشرۍ د دې بانک د بېلابېلو آمریتونو د آمرینو او مرستیالانو  ګډه غونډه جوړه شوه.

په دې غونډه کې د افغانستان بانک په اډانه کې د اداري اصولو  د په پام کې نیولو، د مسلکي فضا په رامنځته کولو او د یو ټیم په حیث د بانک لومړنیو اهدافو ته د رسېدو په اړه خبرې اترې وشوې.

په یاده غونډه کې د افغانستان بانک سرپرست او لومړي مرستیال ښاغلي واحدالله نوشېر د بانک اصولو ته پاملرنه د خورا ارزښت وړ یاده کړه او دې اصولو ته په ژمنتیا یې ټینګار وکړ.

په همدې حال کې د افغانستان بانک دویم مرستیال ښاغلي محمد قسیم رحیمي هم خبرې وکړې او یادونه یې وکړه چې موږ ټول د یو ټیم په توګه د واحد هدف لپاره کار کوو  او په کار ده چې په چارو کې پوره همغږي شتون ولري.

وروستي خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۸/۵ - ۱۶:۲۹
Background image

د اداري پروسو د ساده کولو په موخه د غونډې جوړېدل

د ۱۴۴۷ کال د جمادي الاول ۵ مه - د افغانستان اسلامي امارت د کابینې د ۱۴۴۷/۳/۱ نېټې د (۵) ګڼې د (۲) بند پرېکړې او د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه‌الله تعالی د ۱۴۴۷/۳/۲۰ نېټې د (۱۸۲۵/۶۹۶) ګڼې. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۳:۵۸
Background image

د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره د افغانستان بانک د لومړي مرستیال غونډه

د ۱۴۴۷ کال د ربیع الثاني د میاشتې ۲۷ مه - د افغانستان بانک د لومړي مرستیال ښاغلي صدیق‌الله خالد په مشرۍ د سوداګریزو بانکونو له رئیسانو سره غونډه ترسره شوه. په دې غونډه کې د بانکي سکتور. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۵ - ۱۷:۱۳
Background image

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه جوړه شوه

د افغانستان بانک د عالي شورا غونډه د افغانستان بانک د رئیس ښاغلي نور احمد آغا په مشرۍ چې په ورته وخت کې د دې بانک د عالي شورا مشر هم دی جوړه شوه.

د غونډې په پیل کې ښاغلي نور احمد آغا د. . .

بېرته خبرونه ته